اذربایجان ځواکونو لخوا ارمنی ځواکونو ته پرله پسې ګوزارونه ورکول کیږي

اذربایجان ځواکونو د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ازادولو په خاطر پرمختګ ته دوام ورکوي.

1513217
اذربایجان ځواکونو لخوا ارمنی ځواکونو ته پرله پسې ګوزارونه ورکول کیږي

 

د اذربایجان پوځ د وروستۍ پرمختګونو او دښمن ته د اوښتو ځاني  او مالي زیانونو شمیرې خپرې کړې.

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې تیره شپه اغدره ، فضولي، جبرائیل او قوبادلي په سیمو کې عملیاتو دوام وکړ.

د عملیاتو پر مهال د ارمنستان اړوند ۵۵۶ مه لیوا چې نږدې ۴۰۰ تنو سرتیرو پکې شتون درلود په کامله توګه لمنځه وړل شوي دي.

همداشان ارمني ځواکونو د جبرائیل او قوبادلي په سیمو کې د اذربایجان پر موضعګانو د توپخانې بریدونه وکړل چې اذربایجان  ځواکونو په متقابلو بریدونو کې ارمني ځواکونو ته ډیر سخت ګوزار ورکړ.

اذربایجان ځواکونو په سیمه کې د ارمنستان په ۱۸ مې فرقې ډیر سخت ګوزارونه وکړل چې وروسته یاده شوې فرقه د سیمې نه شا کیدو ته اړ شوه.

همداشان اذربایجان ځواکونو یو زیات شمیر سیمې د دښمن نه وژغورلې. اذري ځواکونو د ارمنستان د پنځمې محاربوي لیوا اړوند یو زیات شمیر موضعګانې او وسلې او مهمات نیولي دي.

د ارمنستان پوځ ته دلته ډیر زیات ځاني زیانونه اوښتي دي.

د اذربایجان پوځ پرمختګ ته دوام ورکوي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف وویل چې اذربایجان پوځ د روانو عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې د ارمنستان اړوند ۲۴۱ ټانکونه له منځه وړي او ۳۹ ټانکونه يي نیولي دي. هغه وویل چې د نیول شوو ټانکونو نه بیرته په جګړه کې د ارمنستان پر خلاف کارول کیږي.

هغه وویل چې د سپټمبر د ۲۷ مې نیټې نه راپدیخوا په عملیاتو کې د اذربایجان ځواکونو د ارمنستان اړوند ۴ اس ۳۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستمونه، ۷۰ ګراد توغندیو دستګاوې، دوه یارس توغندیو سیستم له منځه وړل شوي دي.

هغه ویلي دي چې د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو پوځي لارۍ او نقلیه وسایط غنیمت نیول شوي دي.

هغه ویلي دي چې په نیول شوو لاریو کې ۱۵ په وسلو او مهماتو بار وې. اذربایجان پوځ ۱۰۲ ارمني پوځي لارۍ نیولي دي. همداشان تر اوسه پورې د ارمنستان اړوند ۳ جنګي الوتکې او یو زیات شمیر بې پيلوټه الوتکې غورځول شوي او له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه