په امریکا کې د ترکیې لخوا جوړ شوی اسلامي مرکز د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ښکلي غږ د قرانکریم د څو ایتونو په تلاوت سره پرانیستل شو.
د ترکیې لخوا د امریکا متحده ایالتونو د ماري لانډ په ایالت کې جوړ شوی اسلامي مرکز د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ګڼ شمیر نورو جګپوړو چارواکیو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. دا اسلامي مرکز د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ښکلي او جذاب غږ د قران کریم د څو ایتونو په تلاوت سره پرانیستل شو.