په چین کې په یو روغتون د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د چين په جنوب لويديځ د يون نان ایالت په يوه روغتون کې د چړې په بريد کې تر لسو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
2136368
د چين په جنوب لويديځ د يون نان ایالت په يوه روغتون کې د چړې په بريد کې تر لسو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، دغه بريد د چين د يون نان ایالت د کاتونګ ولايت د سينګ سونګ ولسوالۍ په عامه روغتون کې د چړې پر مټ برید شوی چې له امله يي تر لسو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
سیمه ییزو چارواکو په دغه برید کې د ۱۰ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې بریدګر نیول شوی او د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.
د ګویژو تلویزیون چې د يون نان ایالت په ګويکو ولايت کې خپرونې کوي، په خپله ټولنيزه رسنۍ پاڼه کې اعلان کړی چې په بريد کې ٢٣ تنه ټپيان شوي هم دي.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.