له افغانستان سره د ۱۰۰ ميليونو يورو مرسته
اروپايي ټولنې په افغانستان كې د اصلاحاتو له پروسې نه د ملاتړ په موخه د افغان حكومت سره ۱۰۰ ميليونه يورو نقدي مرسته وكړه.
794406
اروپايي ټولنې په افغانستان كې د اصلاحاتو له پروسې نه د ملاتړ په موخه د افغان حكومت سره ۱۰۰ ميليونه يورو نقدي مرسته وكړه.
دا مرسته چې په مخامخ ډول د ماليې د وزارت سره شوې ده په افغانستان كې د پراختيايي پروژو، مايكرو منجمنټ او اصلاحاتو د پروسې د شفافيت لپاره به ولګيږي.
دا مرسته په حقيقت كې د اروپايي ټولنې لخوا د هغو پېسو يوه برخه ده چې تېر كال د بروكسل په كنفرانس كې يې وعده كړې وه.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په هېواد كې د شفافيت او اصلاحاتو له روان بهيره ملاتړ وكړ او څرګنده يې كړه چې د شفافيت په برخه كې افغان حكومت كوټلي ګامونه پورته كړي دي.