په افغانستان کې د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۴۰۰ تنو نه واوښته.
د افغانستان د بغلان او یو زیات شمیر نورو ولایتونو نه وروسته په غور او فاریاب ولایتونو کې هم د سیلابونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۴۰۰ تنو نه واوښته.
د افغانستان د بغلان او یو زیات شمیر نورو ولایتونو نه وروسته په غور او فاریاب ولایتونو کې هم د سیلابونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. په وروستیو اونیو کې د هیواد په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو له امله د مړو شمیر ۴۰۰ تنو څخه اوښتی دی.
د ویلو ده چې د غور ولایت نه وروسته په فاریاب ولایت کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د فاریاب د چارواکیو په وینا پدې ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله له دوه زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه ، له زرو زیات کورونه سیلابونو وړي او تخریب کړي او تر ۳۰۰ ډېر څاروي له منځه وړي دي.
په غور ولایت کې هم د ډیر زیاتو اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه کسان لا درکه شوي دي.
دغه سیلابونه چې تیره اوونۍ د افغانستان په شمال کې د بغلان، بدخشان او تخار په ولایتونو کې راوتلي وو، درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي وو.
په دغو سیلابونو کې تر ۳۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د ویلو ده چې تورکیې تیره ورځ د افغانستان سیلاب ځپلو ته یوه الوتکه بشري مرستې واستولې. د تورکیې بشري مرستې د افغانستان په شمال کې د افغانستان د سرې میاشتې مسئولینو ته وسپارل شوې.