د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې د اختر د لمانځنې پر مراسمو وسله وال برید شوی دی.

د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا ښار کې د کوچني اختر د لمانځنې پر مراسمو وسله وال برید شوی دی. د برید  جزئیات روښانه شول.

2126638

د فلاډیلفیا د پولیسو مشر کیون بیتیل په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ډزې د ماسپخین د ۲ نیمو بجو په شاوخوا کې شوي او پولیسو شاوخوا ۳۰ ډزې اوریدلي.

هغه ویلي دي  کله د دوو ډلو کسانو پر يو بل ډزې پيل کړې، خلک د پیښې له ځايه وتښتیدل. په دې پیښه کې درې کسان ټپيان شوي. ویل کیږي برید  د  ۱۵ کلن  تنکي ځوان لخوا شوی دی چې هغه هم د پولیسو لخوا ویشتل شوی او ټپي شوی دی .

بیتل وویل چې ددې پيښې سربیره  د پولیسو یو موټر چې د پيښې د مداخلې په موخه روان و، یو ماشوم وواهه او ویې ویل چې د ماشوم پښه ماته شوې ده. هغه وویل چې پولیسو ددې وسله وال برید په تړاو د ۱۵ کلن برید کوونکي په ګډون ۵ تنه نیولي دي. همداشان د پيښې په ځای کې ۵ میله وسلې هم نیول شوي دي.

د پنسلوانیا والي جوش شاپیرو د  بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پنسلوانیا پولیس د فلاډلفیا پولیسو سره د تماس په حال کې دي او د هغوې نه ملاتړ ته دوام ورکوي.

شاپیرو وویل، "اختر باید تل زموږ د مسلمانو ګاونډیانو لپاره د خوښۍ وخت وي،"  د رامنځته شوې دې ناخوښې پیښې له امله د فلاډلفیا د مسلمانانو  هر غړي ته خپله خواشیني څرګندوم.

اړوند خبرونه