امریکا په یمن کې پر حوثیانو د تازه بریدونو نه خبر ورکړ

امریکا متحده ایالتونو په یمن کې د حوثیانو په هدفونو د برید کولو نه خبر ورکړی دی. امریکا ویلي دي چې دا بریدونه د ځان نه د مشروع دفاع په چوکاټ کې کړي دي.

2118404
امریکا په یمن کې پر حوثیانو د تازه بریدونو نه خبر ورکړ

امریکا متحده ایالتونو په یمن کې د حوثیانو په هدفونو د برید کولو نه خبر ورکړی دی. امریکا ویلي دي چې دا بریدونه د ځان نه د مشروع دفاع په چوکاټ کې کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ  د ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ایتلافي ځواکونو په سور سمندرګي کې د حوثي یاغیانو یوه ډرون الوتکه ویشتلې او د امریکا متحده ځواکونو د حوثیانو اړوند یوه پرته د چلوونکي کښتۍ له منځه وړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د دې بریدونو له امله د امریکا وسایطو ته  ته کوم زیان نه دی رسیدلی او ویلي یې دي چې "دا اقدامات د سمندري تګ راتګ د ازادۍ او د امریکا د سمندري ځواکونو او سوداګریزو کښتیو لپاره د نړیوالو اوبو د خوندي کولو په موخه شوي دي."

په یمن کې حوثيان چې ایران یې ملاتړ کوي، د اکټوبر له ۳۱ راهیسې د یمن په سواحلو کې سوداګریزې کښتۍ چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري، په غزې تړانګې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې نیسي او پر ځینو یې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کوي.

د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

پداسې حال کې چې اروپایی اتحادیې  د فبرورۍ په 19 په سور بحر کې د کښتۍ خوندیتوب لپاره د اسپایډز ماموریت پیل کړ ، ایټالیا د مارچ په ۵ د پارلماني پریکړې له مخې پدې ماموریت کې شامل شو او تاکتیکي قومانده یې په غاړه واخیسته.



اړوند خبرونه