امریکا په یمن کې پر حوثیانو د تازه بریدونو نه خبر ورکړ

امریکا متحده ایالتونو په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثيانو باندې چې په بحرالاحمر کې  پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي، د نوو بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.

2089533

د امریکا مرکزي ځواکونو قوماندانۍ  اعلان کړی چې په دغه برید کې ۴ بالستیک توغندي له منځه وړي دي.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،

"حوثیان لاهم کولی شي انتخاب وکړي. امریکا له حوثیانو سره جګړه نه غواړي. موږ په بحرالاحمر کې د جګړې د دریدو غوښتنه کوو."

تیره اونۍ امریکا او انګلستان د یمن په پلازمینه صنعا ، الحدیده او تعز په ښارونو کې د حوثيانو پوځي مرکزونه په نښه کړل.

حوثیانو د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو په غبرګون کې په بحرالاحمر کې د اسرائیلو اړوند په  سوداګریزو کښتیو بریدونه پيل کړل. همداشان د حوثیانو د وروستیو اقداماتو نه وروسته، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

له بلې خوا ویل شوي چې د امریکا حکومت  په سور سمندرګي کې د وروستیو بریدونو له امله په یمن کې د حوثيانو  د انصارالله په نوم سازمان یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لیست کې د شاملولو لپاره چمتووالی نیسي.

د ویلو ده چې تیره ورځ حوثیانو هم د امریکا پر وړاندې د جګړې لپاره چمتووالی وښود.

اړوند خبرونه