د امریکا دفاع وزارت ویلي، له عراقه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.

امریکا: د عراق نه د ځواکونو د ویستو پلان نه لرو

2086182
د امریکا دفاع وزارت ویلي، له عراقه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، له عراقه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.

د پنټاګون ویاند برید جنرال پاټریک رایډر په ورځني خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

"زه دم ګړۍ د عراق نه د ځواکونو د ویستو د کوم پلان په اړه خبر نلرم." رایډر وویل چې دوی د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د عملیاتو ګډ کاري ځواک ماموریتونو باندې تمرکز ته دوام ورکوي ، کوم چې د داعش سره د مبارزې په چوکاټ کې رامینځته شوی.

رایډر اشاره وکړه چې دوی د عراق د حکومت په بلنه په سیمه کې وو.

په راپور کې ویل شوي چې "ابو تقوا السعدي" د النجبا د غورځنګ یو مشر، د شیعه ملېشو ځواک چې له حشد الشعبي سره تړاو لري، د جنورۍ په څلورمه په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

د عراق حکومت ددې برید پړه  د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د امریکا په مشرۍ په ائتلافي ځواکونو واچوله.

د عراق لومړي وزير محمد شیاع السوداني د جنورۍ په پنځمه په خپله وينا کې په بغداد کې د حشد الشعبي پر مرکز د امريکا بريد وغانده او ويې ويل: د حکومت په توګه موږ  له  عراقه د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه د جوړ شوي ائتلاف د ویستو په خاطر  د دوه اړخيزو کمېسيونونو د پيلولو په حال کې یو."

هغه وویل چې په هیواد کې نور امریکايي ځواکونو ته اړتیا نشته.


پيوندونه: #امریکا , #عراق

اړوند خبرونه