په چین کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۳۱ تنو ته لوړه شوه
د چین په ګان سو ایالت کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې په شدت سره په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۱ تنو ته لوړ شو.
د چین په ګان سو ایالت کې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې په شدت سره په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۱ تنو ته لوړ شو.
د ځايي چارواکیو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وروستۍ زلزلې له امله په ګان سو ایالت کې ۱۱۳ تنه او په ګاونډي چينګهای ایالت کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.
د چين د زلزلې د شبکې مرکز خبر ورکړ چې د دسمبر د اتلسمې نيټې د شپې د نیمايي نه مخکې يوه دقيقه د شپږ اعشاريه دوه درجې په لویوالي سره زلزله وشوه چې مرکز يې د سيشيشان باو آن دونګ شيانګ او د سالار خودمختاره سیمه وه.
د زلزلې له امله د دواړو ایالتونو پولې ته څېرمه په سيمه کې ډېر کورونه ويجاړ شوي او د اوبو او برېښنا شبکې، ترانسپورتي بنسټونه او مخابراتي شبکې زيانمنې شوې دي.
په زلزله کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او د ویجاړو شویو ودانیو ۸۷ زره کسان خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
د ویلو ده چې په سیمه کې د تودوخي کچه منفي ۱۴ درجو ته د راټیټیدو له امله د پلټنې او ژغورنې چارې د ستونزو سره مخامخ کړي دي.