بایدن: که چیرې اسرائیل پر رفح په پراخه کچه بریدونه پيل کړي امریکا به دې هیواد ته د وسلو لیږدول ودروي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، که اسرائیل  پر رفح ښار ستر  برید وکړي، دغه هیواد ته به د وسلو استول په بشپړه توګه  بند کړي.

2137265
بایدن: که چیرې اسرائیل پر رفح په پراخه کچه بریدونه پيل کړي امریکا به دې هیواد ته د وسلو لیږدول ودروي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، که اسرائیل  پر رفح ښار ستر  برید وکړي، دغه هیواد ته به د وسلو استول په بشپړه توګه  بند کړي.

جو بایډن د سي ان ان  سره په خپله مرکه کې، د غزې وضعیت او اسرائیلو لخوا پر رفح ښار د پراخه مځکني برید او عملیاتو د پیلولو په صورت کې ددې هیواد په اړه د امریکا د دریځ او چلند په اړه ارزونې وکړې.  

بایډن تیره اونۍ اسرائیلو ته د شاوخوا ۹۰۰ کیلوګرامه  بمونو لیږد بندولو په اړه وویل: "په غزه کې ملکي وګړي د دې بمونو او نورو لارو په پایله کې وژل شوي چې (اسرائیل) د ملکي وګړو مرکزونو ته ننوتل." هغه د خپلې ارزونې  په ترڅ کې ومنله چې په غزه کې د فلسطینیانو د وژلو لپاره د امریکا لخوا جوړ شوي بمونه کارول شوي.

د یادولو سره چې دوی څو ځله اسرائیلو ته د رفح په وړاندې د پراخ ځمکني برید په اړه خبرداری ورکړی و ، بایډن یادونه وکړه چې هغه دا مسله د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په خپله وروستۍ لیدنه  کې په کلکه څرګنده کړې وه.

د امریکا ولسمشر بایډن وویل، دوی تر اوسه په پراخه کچه بریدونه ندي پیل کړي او سیمې  ته  نه دي داخل شوي. هغه وویل چې مونږ اسرائیلو ته خبرداری ورکړ که چیرې په پراخه کچه بریدونه پيل کړي او په پراخه کچه عملیات پیل کړي دې هیواد ته به د وسلو استول ودري.

بایډن د دې خبرې په ټینګار سره چې دوی لاهم د اسرائیلو امنیت تامینولو ته ژمن دي، چې دوی به د ځینو وسلو، بمونو او توپخانو د استولو مخه ونیسي چې اسرائیل په ملکي میشت ځایونو کې کاروي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۵ زره فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او  ماشومان دي، وژل شوي دي.


پيوندونه: #بریدونه , #رفح , #بایدن

اړوند خبرونه