بایدن : مونږ د چین ولسمشر شي جین پینګ ته اوس هم د ډیکټاټور په سترګه ګوري
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل چې هغه لاهم د چین ولسمشر شي جین پینګ د یو دیکتاتور په توګه ګوري.
امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل چې هغه لاهم د چین ولسمشر شي جین پینګ د یو دیکتاتور په توګه ګوري.
د امریکا د سي ان ان د خبر له مخې ، بایډن په سان فرانسیسکو کې د آسیا پاسیفیک اقتصادي همکارۍ سرمشریزې په چوکاټ کې له شي جین پینګ سره له لیدنې وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
بایډن دلته د یو تن خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه "لا هم د چین ولسمشر شي جین پینګ ته د یو دیکتاتور په سترګه ګوري" باید وویل چې ،
"وګورئ، هغه یو کمونیستي هیواد اداره کوي چې د ادارې له پلوه زموږ په پرتله په بشپړه توګه توپیر لري. ددې له امله هغه یو ډیکټاټور دی.
بایډن وویل چې دوی د شي جین پینګ سره په خپلو خبرو کې پرمختګ کړی او دا پرمختګ دوام لري.
امریکا او چین پرون موافقه وکړه چې نظامي ډیالوګ بیا پیل کړي ، کوم چې په ۲۰۲۲ کال کې تایوان ته د هغه وخت د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته ځنډول شوي وو.
بایډن ددینه مخکې هم د چین ولسمشر شي جین پینګ ته د "دیکتاتور" په توګه اشاره کړې وه.
بایدن په کالیفورنیا کې د ټاکنیز کمپاین غونډې ته په وینا کې، ادعا وکړه چې د فبرورۍ په میاشت کې د چینایي "جاسوس بالون" د ویشتلو په اړه د شي د غبرګون لامل دا و چې "هغه نه پوهیده چې بالون هلته و."
بایډن وویل: "زه جدي یم. دا د دیکتاتورانو لپاره لوی شرم دی کله چې دوی نه پوهیږي چې څه پیښیږي."
له بلې خوا چین د شي جین پینګ په اړه د بایډن "دیکتاتور" څرګندونې "بې ځایه او غیر مسؤلانه" بولي.
د بایډن د خبرو په اړه، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ وویل چې "دا څرګندونې په بشپړه توګه د حقایقو خلاف دي او په جدي توګه د ډیپلوماتیک پروتوکول څخه سرغړونه ده او همدارنګه د چین سیاسي شهرت ته جدي زیان رسوي."