په امریکا کې د بشري حقونو سازمان د بایدن او د هغه د حکومت پر خلاف اقامه د دعوا وکړه
په امریکا کې د بشري حقونو سازمان "د اساسي قانون د حقونو مرکز (سي سي آر)" په غزه کې د روان قتل عام د نه مخنیوي له امله د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د هغه د ادارې خلاف اقامه د دعوا وکړه.
په امریکا کې د بشري حقونو سازمان "د اساسي قانون د حقونو مرکز (سي سي آر)" په غزه کې د روان قتل عام د نه مخنیوي له امله د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د هغه د ادارې خلاف اقامه د دعوا وکړه.
(سي سي آر) سازمان دا شکایت د څو فلسطیني غیر دولتي سازمانونو لکه "الحق" او "د ماشومانو لپاره دفاع نړیوال" په شمول د یو زیات شمیر سازمانونو او ټولنو په استازیتوب ثبت کړی دی.
یاد شوي سازمان په خپله اقامه د دعوا کې ویلي دي چې "دا اقامه د دعوا د فلسطین په استازیتوب د نړۍ ترټولو اساسي او مهم قانوني او اخلاقي مکلفیت پوره کولو لپاره لکه د یوې ټولنې د لمنځه وړو چې د نسل وژنې په معنا دي ، د مخنیوي مکلفیت له امله پرانیستل شوې ده .
په عریضه کې، ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې په غزه کې روانه "نسل وژنه" د امریکا د ولسمشر بایډن، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټین لخوا د اسرائیلو نه د "غیر مشروط ملاتړ" له امله ممکنه شوې ده چې د اسرائیلو "نږدې متحدین" دي. په عریضه کې ویل شوي چې د اسرائیلو تر ټولو نږدې متفق او وسلو او مهماتو تمویل کوونکی امریکا دم ګړۍ د اسرائیلو پر خلاف چې د غزې پر وړاندې قتل عام ته دوام ورکوي ، ددې قتل عام د مخنیوي په خاطر په کافي توګه اغیزې او وسایل لري .
همداشان په عریضه کې د امریکا ولسمشر بایدن او د هغه اداره په غزه کې د روان وحشیانه او ظالمانه قتل عام د مخنیوي په خاطر د هیڅډول هلو ځلو د نه کولو سربیره جنګ ځپلو ته د مرستو د رسولو په موخه د روانو بمباریو د درولو او سمدلاسه اوربند هم غوښتې هم رد کړي دي.
په عریضه کې د امریکا په ولسمشر او ادارې تور لګول شوی دی چې د ملکي وګړو د ځاني تلفاتو د مخینوي په خاطر يي هیڅ ندي کړي او د نورو لخوا د هلو ځلو مخه يي هم نیولې ده .