د امریکا د ولسمشر بایدن پر خلاف غبرګونونه مخ په ډیریدو دي
امریکا لخوا د اسرائیلو نه نامحدوده ملاتړ او په غزه کې د اسرائیلو لخوا په روان قتل عام د سترګو د پټولو او چوپتیا غوره کولو ددې هیواد د مسلمانانو او ډیموکراټانو سخت غبرګون پارولی دی.
امریکا لخوا د اسرائیلو نه نامحدوده ملاتړ او په غزه کې د اسرائیلو لخوا په روان قتل عام د سترګو د پټولو او چوپتیا غوره کولو ددې هیواد د مسلمانانو او ډیموکراټانو سخت غبرګون پارولی دی.
د دغه هېواد مسلمانانو او د ډیموکراټ ګوند ځینو غړو د امریکا پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی چې په غزه کې د اوربند لپاره اقدام وکړي او خبرداری یې ورکړی چې د هر څه چټک اقدام د نه کولو په صورت کې به د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به د سلګونو زرو تنو مسلمانانو رایې د لاسه ورکړۍ .
د مسلمانانو ملي دیموکراتیک شورا لخوا بایډن ته ورکړل شوی ضرب الاجل د سه شنبې په ورځ د ختیځ ساحل په وخت د مازدیګر په ۵ بجو پای ته ورسید.
د "۲۰۲۳ اوربند مهلت " تر سرلیک لاندې په یوه پرانیستي لیک کې مسلمانو مشرانو ویلي چې دوی به د امریکا مسلمان رایه ورکوونکي وهڅوي چې خپلې رایې هغه چاته ورکړي چې "د فلسطین په خلکو باندې د اسرائیلو بریدونه ودروي."
نوموړې شورا باید ته په استولي لیک کې ویلي دي چې "ستاسو د ادارې لخوا د اسرائیلو سره غیر مشروط ملاتړ، په شمول د تمویل او وسلو، د تاوتریخوالی په دوام کې مهم رول لوبولی چې د ملکي وګړو د تلفاتو اصلي لامل دی. همداشان د غزې په اړه ستاسې چلند هغو رایه ورکوونکو باور یې زیانمن کړی چې مخکې یې په تاسو باور درلود."
په لیک په ولسمشر بایډن غږ شوی چې په اسرائیلو باندې د خپل نفوذ څخه کار واخلي ترڅو سمدستي اوربند ډاډمن کړي.
همداشان د امریکا د ولسمشر جو بایدن پر خلاف په مینسوتا کې په یو غونډه کې د خلکو لخوا سخت غبرګون وښودل شو.
په غونډه کې چې د رسنیو ته اجازه نوه ورکړ شوې ، یوه ښځه ولاړه شوه او ویې ویل: "ښاغلی ولسمشر، د یوې خاخامې په توګه، زه له تاسو څخه هر څه ژر د اوربند غوښتولو غوښتنه کوم.
ښځه د پولیسو لخوا له تالار څخه وایستل شوه. د سولې پلوي یهودي ډلو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي دي چې یاده ښځه خاخام جیسیکا روزنبرګ وه.
له زرو څخه زیاتو خلکو هغه ودانۍ ته نږدې د فلسطین پلوي مظاهره وکړه چیرې چې بایډن غونډه درلوده.
مظاهره چیانو د فلسطین بیرغونه له ځانه سره لېږدول چې "په ماشومانو بمباري بنده کړئ"، "آزاد فلسطین" او "سمدستي اوربند" شعارونه ورکول.
له بلې خوا مظاهره چیانو د انګلستان په پلازمینه لندن کې د صدراعظمې د ودانۍ مخې ته د امریکا د مرستیال ولسمشر کاملا هیرس پر ضد چې د بریتانیې له صدراعظم ریشي سناک سره یې وکتل، مظاهره وکړه او په غزه کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.