د چین او هندوستان ترمنځه د روانو اختلافاتو د حل په خاطر موافقه وشوه

چین او هند د همالیا د جنجالي سرحدي سیمو په سر د ستونزو د حل په موخه  د روانو مذاکراتو نه وروسته د سولې او ثبات د ساتلو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.

2025333

د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالو د کمولو په موخه د قول اردوګانو د قومندانانو د ۱۹ مې غونډې وروسته د دواړو خواوو له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې « د دې توافق په ترڅ کې د لوېدیځ په برخه کې د پاتې ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې دي. د کنټرول لاین په برخه کې موجودې ستونزې  باید سمدستي حل شي."

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو موافقه کړې چې د یو نهايي حل پورې  به په سرحدي سیمو کې سوله او سکونت وساتي."

د دواړو هیوادونو ترمنخه د اختلافي‌ مسئلو د حل په موخه د خبرو اترو نولسم پړاو د اګست په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو د هند په چوشول سرحدي سیمه کې ترسره شو .

د ۲۰۲۰ کال  راهیسې د ترسره شوو ۱۸ پړاوونو خبرو اترو په پایله کې، اړخونو موافقه وکړه چې په دوه اړخیزه توګه د ۳ سیمو څخه ځواکونه وباسي چې د تاو تریخوالي لامل شوی وو.

په اپریل کې د خبرو اترو په ۱۸ م پړاو کې، د ډیپسان پلوټو او ډیمکوک سیمې څخه د وتلو په اړه موافقه نوه شوې.

د خبرو په نوي پړاو کې ویل شوي چې تر اوسه د یادو سیمو په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

اړوند خبرونه