د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو دوه تنه سرتیري چین ته د جاسوسۍ په تور ونیول شول.
امریکا چین ته د جاسوسۍ په تور خپل دوه تنه سرتیري ونیول
2020015
د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو دوه تنه سرتیري چین ته د جاسوسۍ په تور ونیول شول.
د امریکا د عدلیې وزارت اړوند د ملي امنیت د څانګې مسئول د عدلیې مرستیال وزیر مات اولسن وویل چې د امریکا د سمندري ځواکونو دوه تنه سرتیري چین ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
هغه وویل چې نوموړو دوو تنو سرتیرو حساس امنیتي معلومات او اسناد د چین سره شریک کړي دي . نوموړي د چین سره د نوموړو حساسو معلوماتو د شریکولو په تور نیول شوي دي.
د هغه په وینا حساس معلومات د چین لاس ته غورځیدلي دي.
د بله پلوه د امریکا د اف بي ای یو تن مسئول ستاسي موی وویل چې د امریکا لپاره د چین د خلکو جمهوریت او چین د کمونیست ګوند څخه بل ستر ګواښ شتون نلري.
د چین د خلکو جمهوریت په نړۍ کې په یوازیني سوپر طاقت د بدلیدو په خاطر پر امریکا د هرې خوا نه برید کولو نه ډډه نکوي.