شمالي کوریا یو ځل بیا دوه غبرګ بالستیک توغندی وازمایل.

شمالي کوریا یو ځل بیا دوه غبرګ بالستیک توغندی وازمایل. د شمالي کوریا د توغندیو ازموینې دوام لري.

2015520
شمالي کوریا یو ځل بیا دوه غبرګ بالستیک توغندی وازمایل.

شمالي کوریا یو ځل بیا دوه غبرګ بالستیک توغندی وازمایل. د شمالي کوریا د توغندیو ازموینې دوام لري.

 د جنوبي کوریا د لوی درستیزوالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شمالي کوریا پرون شپه  ناوخته له ختیځ ساحله دوه  بالستیک توغندي وتوغول  او دغه توغندي په سمندر کې ولوېد.  د جنوبي کوریا لوی درستیزوالۍ ویلي دي چې شمالي کوریا لومړنی توغندی د شپې په ۱۱ بجو او ۵۵ دقیقو او دویم بیا د شپې په ۱۲ بجو وتوغول . توغندي په هوا کې د ۴۰۰ واټن مزل نه وروسته سمندر ته غورځیدلي دي.

جنوبي کوریا لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د شمالي کوریا ددې ازمایښتونو نه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړو نه په ښکاره توګه د سرغړونې او د کوریا په ټاپو  او نړۍ سولې او ثبات ته  د ضرر رسوونکي یو پاروونکي اقدام په توګه یادونه کړې ده . جنوبي کوریا ویلي دي چې دوې دا برید په کلکه توګه غندلي او د شمالي کوریا نه هر څه ژر د دا ډول فعالیتونو د درولو غږ کړی دی.د جاپان د دفاع وزارت هم  د شمالي کوریا لخوا د توغندیوتوغول  تایید کړل.

شمالي کوریا دا ازمایښت  وروسته له هغه وکړ چې د امریکا متحده ایالتونو د  لاس انجلس کلاس اټومي اوبتل یا تحت البحري کښتۍ "یو ایس ایس اناپولیس" پرون د سویلي کوریا د جیجو ټاپو په یوه بندر کې لنګر واچو. د ویلو ده چې شمالي کوریا د جولای په ۱۷ مه هم  د جاپان سمندر پر لورې یوه ورځ وروسته له هغې چې د ۱۹۸۰ کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره  د امریکا اټومي بالستیک توغندي لرونکي اوبتل یا تحت البحري په سویلي کوریا کې لنګر واچو وتوغو.



اړوند خبرونه