د عدالت د نړۍوالې محکمې لخوا د امریکا او ایران په اړه دوه ډیرې مهمې پریکړې

په داسې حال کې چې د عدالت نړیوالې محکمې  امریکا  ایران ته  په غرامت ورکولو محکوم کړ ، د ایران د مرکزي بانک کنګل شوې شاوخوا دوه ملیارده ډالره شتمنۍ  د خوشې کولو په اړه ، د تهران د ادارې غوښتنه رد کړه.

1967878

د عدالت نړیوالې محکم د ایران او امریکا ترمنځ په قضیه کې خپله پریکړه اعلان کړه.

محکمې پریکړه وکړه چې د امریکا لخوا پر ایراني ادارې لګول شوي بندیزونه د "دوستۍ، اقتصادي اړیکو او قونسلګرۍ قانون"  د تړون څخه سرغړونه ده چې په ۱۹۵۵ کال  کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوي.

محکمې اعلان وکړ چې طرفین  د ۲۴ میاشتو په دننه کې د  غرامت  د اندازې د معلومولو په اړه موافقې ته د نه رسیدو په صورت کې به ، پدې قضیې یو ځل بیا غور وکړي.

همداشان محکمې د تهران د ادارې هغه غوښتنه رد کړه چې د ایران د مرکزي بانک شاوخوا دوه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کولو غوښتنه يي کوله.

محکمې د امریکا  د حکومت  د اعتراض له مخې  پریکړه وکړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوي "دوستۍ، اقتصادي اړیکو او قونسلګرۍ قانون" تړون د مرکزي بانکونو شتمني‌ د پوښښ لاندې نه نیسي.

د ویلو ده چې امریکا متحده ایالتونه  وروسته د هغه د ایران د مرکزي‌ بانک نږدې دوه میلیارده ډالره شتمني‌ کنګل کړه چې ادعا وکړه‌ چې ایران د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر په ۲۳ په لبنان کې د امریکا پر پوځي اډې د بمي برید مسوول دی. امریکا وویل چې د ایران د مرکزي‌ بانک کنګل شوې شتمنۍ به پدې برید کې د وژل شوو ۲۴۱ امریکايي سرتیرو په کورنیو د غرامت  په توګه وویشي.

اړوند خبرونه