شمالي کوریا ۴ کروز توغندي وازمایل
شمالي کوریا اعلان وکړ چې د پوځي تمریناتو د یوې برخې په توګه څلور ستراتیژیک کروز توغندي په بریالیتوب سره ازمایلي دي.
شمالي کوریا اعلان وکړ چې د پوځي تمریناتو د یوې برخې په توګه څلور ستراتیژیک کروز توغندي په بریالیتوب سره ازمایلي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو او نړیوالو بندیزونو سره سره، شمالي کوریا چې د اټومي وسلو او توغندیو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو لپاره یو بل ګام پورته کړی دی.
په تېرو ورځو کې د شمالي کوریا له پرله پسې بالستیک توغندیو ازموینو سره د کوریا په ټاپووزمه او شاوخوا سیمو کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې، شمالي کوریا دا ځل ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول.
شمالي کوریا پرون د پوځي تمریناتو د یوې برخې په توګه د جاپان د بحیرې په لور د کیمچیک له ښار څخه څلور "Hwasal-2" ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول.
د شمالي کوریا لخوا یادونه شوې چې د مخکې نه ټاکل شوي هدفونه په بریالیتوب سره په نښه شوي دي. شمالي کوریا ویلي دي چې د دې تمریناتو هدف د وسلو سیسټم خوندیتوب او د ستراتیژیک کروز توغندیو واحدونو عملیاتي وړتیاوې، چې د اصلي ځواکونو څخه یو تشکیلوي امتحانول وو. شمالي کوریا چې تېر کال یې ۳۷ توغندي ازمایلي وو، په نوي کال کې هم خپل توغندیز پروګرام ته دوام ورکوي او د روان کال له پیله تر اوسه درې ځله بالستیک توغنديو ازمویلو نه خبر ورکړی دی. په سیمه کې د کړکیچ د زیاتولو لپاره د پیونګ یانګ هڅې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان غبرګونونه راپارولي دي.