اذربایجان په ایران کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول، د سفارت کارکوونکي تخلیه کړل.

اذربایجان له تهرانه خپل ډیپلوماټان وویستل

1939388
اذربایجان په ایران کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول، د سفارت کارکوونکي تخلیه کړل.

اذربایجان په ایران کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول، د سفارت کارکوونکي تخلیه کړل.

په  تهران  کې  د اذربایجان د سفارت کارکوونکي او د هغوې کورنۍ چې په الوتکه کې باکو ته ورسیدل، د آذربایجان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حلیف حلیوف  او د دغه وزارت د چارواکو له خوا ترینه تود هرکلی وشو.

د ویلو ده چې څو ورځې مخکې په تهران کې د اذربایجان پر سفارت وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې ددې سفارت د امنیتي چارو مشر مړ او دوه تنه امنیتي مسئولین ټپیان شول. 

اذربایجان ددې برید په غبرګون کې په ایران کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول او د خپل  سفارت ټول کارکوونکي ددې هیواد نه وویستل .

په دغه برید کې وژل شوي د سفارت د امنیتې چارو مسئول  اورخان عسکروف مړی هم په همدې الوتکه کې باکو ته انتقال شو.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حلیفوف په یوه بیان کې ویلي، چې د تهران پر سفارت برید یو ترهګریز عمل دی.

هغه وویل چې دوې هیڅکله هم د داسې یو برید او عمل تمه نه درلوده.

"دا د منلو وړ نه ده، د دیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون له مخې، هر دولت په هیواد کې د سفارتونو د امنیت مسولیت لري. ایران هم ددې پیښې مسؤلیت لري

ایران باید د خپل مکلفیت سره سم، دا  تروریستی عمل په هر اړخیزه، او شفافه توګه وڅیړی، مجرمین او د دې برید تر شا لاس لرونکی قوتونه وپیژنی او سزا ورکړی. هغه وویل، چې دا له ایران څخه زموږ ښکاره غوښتنه ده.

حلیفوف وویل چې دوی پلان لري چې د اړوندو نړیوالو میکانیزمونو څخه کار واخلي ترڅو د پیښې په اړه رڼا واچوي، "زمونږ ولسمشر د تهران د سفارت د فعالیتونو د درولو او ټولو کارمندانو د ویستلو پریکړه وکړه، سره له دې چې یوه ستونزمنه پریکړه ده. په هر هیواد کې د سفارت او ډیپلوماتیکو فعالیتونو بندول هغه پریکړه ده چې مسؤلیت ته اړتیا لري.

په هرصورت، مونږ د خپلو سفارت د پرسونل د خوندیتوب په برخه کې په ایران باور نه لرو."

حلیفوف په دې باندې په ټینګار سره چې دوی په ګاونډي هیواد کې په د خپل یو تن اتل کس د شهید ورکولو په اړه ډیر خواشیني دي.

"د تهران د سفارت ډیپلوماټیک فعالیتونه په بشپړه توګه بند شوي دي. د ودانۍ د ساتنې لپاره به هلته پنځه کسان وي، خو دا کسان به په دیپلوماتیکو فعالیتونو کې برخه وانخلي. په تبریز کې زمونږ قونسلګرۍ به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

ویل شوي، چې د جنورۍ په ۲۷ مه سهار وختي د تهران پر سفارت د وسله والو په برید کې د دغه سفارت د امنیت امر وژل شوی او دوه امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دي.

ایراني چارواکو اعلان وکړ چې بریدګر له پېښې وروسته نیول شوی دی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی او د تهران د سفارت د ویستلو اعلان یې کړی دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف هم دغه برید یو ترهګریز عمل وباله.



اړوند خبرونه