امریکا د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر پلویانو برید وغنده.

امریکا په پاکستان کې پر ټولو سیاسي ګوندونو د اعتدال غږ وکړ

1901999
امریکا د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر پلویانو برید وغنده.

امریکا د پاکستان پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر پلویانو برید وغنده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر د ولسمشر جوبایډن سره د نیواډا  ته د  سفر پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

جین پییر پرون د عمران خان پر کاروان د وسله وال برید په اړه وویل:

" امریکا د  عمران خان او د هغه پر پلویانو برید غندي او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله کوي. په سیاست کې تاوتریخوالي ته  ځای نشته."

ویاندې پییر په پاکستان  کې پر  ټولو ګوندونو د اعتدال غږ وکړ.

بل خوا د عمران خان په وسله وال بريد کې تر ټپي کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاريونونه پيل شوي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، فیصل اباد، راولپنډۍ، پېښور، ملتان او یو شمېر نورو ښارونو کې خلک د پاکستان د تحریک انصاف ګوند  پر مشر عمران خان د برید په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي دي.

په داسې حال کې چې مظاهره چیانو ټایرونه وسوځول او په ډیرو ښارونو کې یې سړکونه بند کړل، په ډیرو ښارونو کې ترافیک په ټپه ولاړ وو.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پنجاب ایالت په وزیراباد کې د هغه پر کاروان د وسله والو په برید  په نتیجه کې ټپي شوی دی.

د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې پدې برید کې  ۱ تن وژل شوی  او  ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه