اذربایجان په وروستۍ جګړه کې د وژل شوو په لسګونو تنو ارمني پوځیانو جنازې ارمنستان ته وسپارلې

اذربایجان د هغو ۹۵ ارمني پوځیانو جسدونه چې په وروستۍ نښته  کې وژل شوي ارمنستان ته وسپارل.

1882207
اذربایجان په وروستۍ جګړه کې د وژل شوو په لسګونو تنو ارمني پوځیانو جنازې ارمنستان ته وسپارلې

اذربایجان د هغو ۹۵ ارمني پوځیانو جسدونه چې په وروستۍ نښته  کې وژل شوي ارمنستان ته وسپارل.

د اذربایجان د اسیرانو، لادرکه او یرغمل شویو اتباعو د دولتي کمیسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هغو ارمني پوځیانو جسدونه چې د سپټمبر له ۱۲ تر ۱۴ نیټې په سیمه کې په جګړه کې وژل شوي وو، د پلټنو او تحقیقاتو نه وروسته ارمنستان ته سپارلي دي.

په خبرپاڼه  کې ویل شوي چې د ۹۵ تنو ارمني پوځیانو جسدونه د اذربایجان د پوځي څارنوالۍ د کارکوونکو له خوا د څیړونو او پلټنو نه وروسته معلومه شوه چې په جسدونو کې د تاوتریخوالي نښې نه دي موندل شوي، د نړیوال  سور صلیب سازمان له لارې ارمنستان ته وسپارل شول.

د ویلو ده چې اذربایجان ددینه مخکې هم د لسګونو تنو ارمني سرتیرو مړي ارمنستان ته سپارلي وو.

اذربایجان د سپټمبر په ۱۷ مه  د  ۳۲  تنو ارمني  پوځیانو جسدونه ارمنستان ته وسپارل.

د ویلو ده چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه په پوله کې په وروستیو نښتو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د اذربایجان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې جګړه د سپټمبر د ۱۲مې نېټې په شپه د اذربایجان د داشکیسن، کلبیجر، لاچین او زنګیلان په سیمو کې د ارمنستان د ځواکونو د پراخې حملې په نتیجه کې پیل شوه.

د دیپلوماتیکو تماسونو په پایله کې خبر ورکړل شو چې اذربایجان او ارمنستان د قره باغ له دوهمې جګړې وروسته په تر ټولو ستره جګړه کې پر اوربند موافقه کړې ده.

اذربایجان اعلان وکړ چې ۸۰ عسکر یې شهیدان شوي دي. له بلې خوا ارمنستان د وژل شویو ارمني پوځیانو شمېر ۲۰۷ اعلان کړ.



اړوند خبرونه