اذربایجان د ارمنستان سره په وروستۍ نښته کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه

د اذربایجان د دفاع وزارت د سپټمبر په ۱۲ مه نیټه د ارمنستان سره په نښته کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

1879572
اذربایجان د ارمنستان سره په وروستۍ نښته کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه

د اذربایجان د دفاع وزارت د سپټمبر په ۱۲ مه نیټه د ارمنستان سره په نښته کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.

د اذربایجان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په پوله کې د ارمني ځواکونو د پاروونکو بریدونو په پایله کې ۵۰ سرتیري په شهادت رسیدلي دي.

د اذربایجان  دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سپټمبر په ۱۲مه  نیټه  په شپه او د سپټمبر د ۱۳مې نېټې سهار وختي  ساعتونو کې د ارمنستان پوځ د داشکیسن، کلبیجر، لاچین او زنګیلان په سیمو کې پراخ تعرضي بریدونه ترسره کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ددې بریدونو په پایله کې ۵۰ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي دي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف هم د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې  د اذربایجان د خلکو، د شهیدانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

علي يف ویلي دي "د شهيدانو د هر څاڅکې وینې غچ اخیستل شوی دی ."

د اذربایجان د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سپټمبر د ۱۲مې نیټې په شپه او د سپټمبر د ۱۳مې نیټې په سهار د ارمنستان پوځ د اذربایجان د داشکیسن ، كلبجر، لاچين او زنګيلان په سیمو کې د اذربایجان د امنیتي ځواکونو پر پوستو او پوځي مراکزو  پاروونکې بریدونه کړي دي .

"سره له دې چې د سهار نهه بجې (پر ځايي وخت) اوربند اعلان شو، ارمنستان د پولې په اوږدو کې د توپخانې او نورو درنو وسلو په کارولو سره د اوربند څخه په کلکه سرغړونه کړې ده."

د ویلو ده چې د ارمنستان لومړي وزیر هم تیره ورځ د اذربایجان سره په وروستیو نښتو کې د خپلو ۴۶ تنو سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو. هغه ویلي وو چې دا شمیره دقیقه نده او کیدای شي چې بدلون ومومي.



اړوند خبرونه