اذربایجان او ارمنستانترمنځه د نښتې نه وروسته اذربایجان دفاع وزیر تورکیې دفاع وزیر ته معلومات ورکړل

د اذربایجان د دفاع وزارت د اذربایجان د دفاع وزیر ذاکر حسنوف  د تورکیې  د ملي دفاع وزیر خلوصي  اکار سره  د ټیلیفوني خبرو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.

1879319

د اذربایجان د دفاع وزیر حسنوف د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي  اکار  د اذربایجان او ارمنستان په پوله کې د رامنځته شوې جګړې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل. هغه وویل چې ارمنستان ځواکونو د آذربایجان – ارمنستان د دولتي پولو په اوږدو کې د داشکیسن، کلبیجر او لاچین په سیمو کې د اذربایجان د ځواکونو پر پوستو او پوځي تاسیساتو پاروونکې بریدونه کړي چې نتیجه کې نښته پيل شوه. هغه اکار ته ددې جګړې د ټولو جزیاتو په اړه معلومات ورکړل.

د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ارمنستان د وسله والو ځواکونو د تحرکاتو په پایله کې د شهید شوو اذربایجاني سرتیرو  په خاطر د اذربایجان د دفاع وزیر ته  د او ډاډګیرنې  مراتب وړاندې کړل، او  ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه  وکړه.

هغه  ددې خبرې په ټینګار وویل  چې تورکیه د تل په څېر نن هم د اذربایجان ترڅنګ ولاړه ده.

پدې ټیلیفوني خبرو کې ویل شوي دي  چې د دواړو وروڼو هېوادونو د دفاع وزيرانو په هر اړخيزه توګه د حالاتو په اړه تبادل د نظر کړی دی .

اړوند خبرونه