په نورو هیوادونو کې د کودتا د پلانونو په اړه د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار اعتراف
ملګرو ملتونو سازمان د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د هغه څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو په نورو هېوادونو کې د کودتا د پلانونو ملاتړ کړی دی.
ملګرو ملتونو سازمان د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د هغه څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو په نورو هېوادونو کې د کودتا د پلانونو ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د امریکا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل:
"د یوې عمومي قاعدې په توګه، البته، دا روښانه ده چې موږ په هیوادونو کې د واک د هر ډول غیر دیموکراتیک لیږد سره مخالفت کوو."
د بولټن د څرګندونو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې حق وویل:
"ملګري ملتونه په هر هیواد کې د غیر ډیموکراتیک او نامشروع لارو څخه د واک د لیږد سره مخالفت کوي او دا خبره تاییدوي."
له هغه وپوښتل شول چې ایا پدې دریځ کې پوځي کودتا کې شامله ده، وویل "هو، البته."
د ملګرو ملتونو دا څرګندونې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د هغې وینا په غبرګون کې شوې چې په یوه تلویزیوني پروګرام کې یې ویلي وو چې نوموړی په شخصي توګه له امریکا بهر د کودتا په پلانونو کې لاس لري.
بولټن د جولای په ۱۲مه له CNN سره په یوه مرکه کې ومنله چې هغه له امریکا بهر د کودتا په پلانولو کې لاس درلود.
بولټن د کانګرس د برید په اړه د خبریال ددې څرګندونو په ځواب کې " تاسو اړتیا نلرئ چې د کودتا لپاره خورا هوښیار اوسئ." وویل ، "د هغه چا په توګه چې البته په امریکا کې نه بلکې په نورو هیوادونو کې یې د کودتا په پلانولو کې مرسته کړې، ستاسې ددې خبرې سره موافق نه یم."
خبریال د بولنټن نه د هغه هیوادونو چې دوې پکې د کودتا د پلان سره مرسته کړې پوښتنه وکړه خو ځواب يي ورنکړ. هغه یواځې د وینزویلا نه یادونه وکړه.