ولسمشر اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر جانسن سره لیدنه وکړه
د انګلستان لومړي وزير بوريس جانسن د روسيې او اوکراين د جګړې له امله د غلو دانو بحران ته د حل په موندلو کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د مشرۍ ستاينه وکړه.
د انګلستان لومړي وزير بوريس جانسن د روسيې او اوکراين د جګړې له امله د غلو دانو بحران ته د حل په موندلو کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د مشرۍ ستاينه وکړه.
د انګلستان د لومړي وزیر د دفتر یوه ویاند د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د ولسمشر اردوغان او لومړي جانسن د لیدنې نه خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جانسن د تورکیې، سویډن او فنلنډ له لوري د لاسلیک شوي درې اړخیز تفاهم لیک څخه خوښي څرګنده کړه.
په خبرپاڼه کې د جانسن له قوله ویل شوي دي " لکه څنګه چې یوه خطرناکه لسیزه زمونږ انتظار باسي، په ناټو کې د فنلینډ او سویډن غړیتوب به دا اتحادیه نوره هم پیاوړې کړي. لومړي وزیر جانسن له اوکراین څخه د غلې دانې په ایستلو کې د ولسمشر اردوغان د مشرۍ ستاینه وکړه. جانسن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په بندرونو د دوامدار بندیز سره په اوکراین او ټوله نړۍ کې یو نړیوال بشري بحران رامینځته کړی دی.
په بیان کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د انګلستان او تورکیې ترمنځه د اړیکو په لا پياوړتیا په ځانګړې توګه د "ټیکنالوژۍ او انرژۍ" په برخو خبرې وکړې.
"مشرانو موافقه وکړه چې داسې اقدامات وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تحرک ته وده ورکړي، د کار پیدا کولو سره مرسته وکړي او د انګلستان او تورکیې دواړو اقتصادي ودې ته وده ورکړي."