د المان د بهرنیو چارو وزیره : ترکیه زمونږ لپاره نه بیلیدونکی شریک هیواد دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د ترکیې نه  د «نه بیلیدونکي شریک» هیواد په توگه یادونه  وکړه.

1838797
د المان د بهرنیو چارو وزیره : ترکیه زمونږ لپاره نه بیلیدونکی شریک هیواد دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د ترکیې نه  د «نه بیلیدونکي شریک» هیواد په توگه یادونه  وکړه.

 

بیرباک پاکستان، یونان او ترکیې ته له خپلو سفرونو مخکې یوه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا سفر به نن پيل او د جون تر ۱۰مې به دوام وکړي. په خبرپاڼې راغلي  دي  " ترکیې ته د خپل د سفر سره یو داسې هیواد ته سفر کوم  چې زمونږ ترمنځه د هر چا په پرتله قوي اړیکې شتون لري او  د یو بل پورې ډیر زیات تړلي یو او نه بیلیدونکي متحد او شریک هیواد  دی. "

بیرباک وویل، په جرمني کې په میلیونونو خلکو په زړونو کې یو ضربان د ترکیې لپاره او یو ضربان هم د جرمني  لپاره دی. "

"زما  په اند په زړونو کې غبرګ ضربان د غبرګ طاقت او قوت په معنا هم دی. "

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره چې نن  پاکستان ته سفر کوي، د جون په اتمه یونان او د جون په نهمه ترکیې ته سفر کوي.

بایربوک ترکیې ته د خپل دې دوه ورځني سفر په ترڅ کې ، له خپل سیال مولود چاووش اوغلو سربیره  د مدني ټولنو او اقتصادي حلقو له استازو سره هم وویني.



اړوند خبرونه