د هند د واکمن ګوند د ویاند او یو چارواکي لخوا پيغمبر ( ص ) سپکاوي ډیر سخت غبرګونونه پارولي
په هند کې د واکمن ګوند (بي جي پي) د چارواکو له خوا د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوي په اسلامي نړۍ کې توند غبرګونونه راپارولي دي.
په هند کې د واکمن ګوند (بي جي پي) د چارواکو له خوا د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوي په اسلامي نړۍ کې توند غبرګونونه راپارولي دي.
په ټویټر کې د بی جي پی ګوند د نوي ډیلي د رسنیو د څانګې رئیس نوین کمار جندل هغه پوسټ په اړه ډېر غبرګونونه راپارېدلي چې محمد ته یې سپکاوی کړی و.
نوموړي وروسته دا پوسټ پاک کړ.
د اسلامي همکاریو د سازمان له خوا په یوه لیکلي بیان کې راغلي،
"دا په هند کې د اسلام د زیاتیدونکي نفرت او سپکاوي او همدارنګه د مسلمانانو د سیستماتیک تبعیض او ظلم پایله ده."
د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحاديې عمومي منشي علي قره داغي هم په خپل ټولنيزه رسنۍ پاڼه کې يو بيان خپور کړ. هغه پدې بیان کې ویلي دي ،
" سپېڅلو شیانو ته سپکاوی د افراطیانو چلند دی چې د جګړې لامل کیږي او وینې تویوي. ټولنې د نورو مقدساتو ته په زیان رسولو سره وده نه کوي."
قره داغي له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له هند سره اقتصادي بایکاټ وکړي او د دغه هېواد واکمن ګوند ته سزا ورکړي. همداشان هغه د هند له حکومته وغوښتل چې په رسمي ډول له ټولو مسلمانانو بښنه وغواړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د مذهبي شخصیتونو او سمبولونو سپکاوی د منلو وړ نه دی.
د عمان مفتي احمد بن حميد الخليلي هم يادونه وکړه چې په هند کې دا پوسټ د ټولې نړۍ د مسلمانانو پر ضد جګړه ده.
د اسلام د پیغمبر د ملاتړ د نړیوالې کمیټې لخوا په ټویټر پاڼه کې پرانستل شوي د "مودي (د هند لومړي وزیر نریندرا مودي)" هشتګ ، په سعودي عربستان، مصر او یو شمیر عربي هیوادونو کې د ورځې د مهمې موضوع په توګه په اجنډا کې ځای ونیو .
د کویټ میشتې "ټولنه" مجلې په ټویټر پاڼه کې ، "هند د فرانسې په نقش قدم روان دی. د واکمن ګوند ویاند پیغمبر ته سپکاوی کوي."
د سعودي عربستان یوه خبریال ترکي الشهلوب په خپل ټویټر پاڼه کې ویلي، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص او د هغه میرمن ته د سپکاوي نه وروسته د هندوستان بایکاټول په هر مسلمان واجب دي .
د بله پلوه د هندوستان واکمن د بي جي بي ګوند ویلي دي چې ددې ګوند ویاند نوپور شرما او د نوي ډیلي د رسنیو د څانګې رئیس نوین کمار جندل يي د حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي له امله له دندو ګوښه کړي او د ګونده يي هم اخراج کړي دي.