په فیلیپین کې د توپان او سیلاونو له امله د مړو شمیره ۵۶ تنو ته لوړه شوه

په فیلیپین کې د میګي په نامه توپان له امله د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په نتیجه کې  د وژل شویو کسانو شمیره ۵۶ تنو ته لوړه شوه.

1811685
په فیلیپین کې د توپان او سیلاونو له امله د مړو شمیره ۵۶ تنو ته لوړه شوه

په فیلیپین کې د میګي په نامه توپان له امله د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په نتیجه کې  د وژل شویو کسانو شمیره ۵۶ تنو ته لوړه شوه.

د شينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ليت ایالت اړوند  د بای بي ښار ښاروال جوس کارلوس کاري له قوله ویلي دي  چې د دغې ناورين له امله د دغې سيمې په لسو ښارونو کې ۴۷ تنه مړه شوي دي.

کاري ویلي دي  چې په ایالت کې ډیری کورونه او هټۍ ګانې چې خټو او ګټو لاندې شوي دي په کامله توګه له منځه تللي او د استفادې وړ ندي. همداشان ۱۲ تنه لا درکه دي چې د مونډولو په خاطر يي عملیات دوام لري.

هغه د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې سیمه د بې پیلوټه الوتکو لخوا کنټرولیږي، د لټون او ژغورنې هڅې چې د سخت اورښت له امله د یو څه مودې لپاره درول شوې وې له سره پیل شوي او دوام لري.

 

د فلیپین د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، د دغه هېواد په مرکزي او جنوبي برخو کې د سېلابونو له امله ۸ کسان او  په سمر ولایت کې یو کس چې جمعآ ۹ تنه کیږي ژوند د لاسه ورکړی او  ۱۹۳ کسان ټپیان او ۲۸ کسان لادرکه دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په مرکزي او سویلي سیمو کې د میګي په نوم د توپان له امله د شاوخوا ۲۰۰ سېلابونو راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې لږ تر لږه ۳۰ زره کورنۍ په بېړنیو سرپناهونو کې ځای پر ځای شوي دي.

وېره ده چې په دغه ناورین کې به د مړو شمېره نوره هم زیاته شي چې لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان یې اغېزمن کړي دي.



اړوند خبرونه