د سومالیا د بلد وین په سیمه کې  د پارلمان په وکیلې بمي  برید  ګنشمیر کسان وژلي دي.

په سومالیا کې د پارلمان پر وکیلې بمي‌ برید شوی

1801163
د سومالیا د بلد وین په سیمه کې  د پارلمان په وکیلې بمي  برید  ګنشمیر کسان وژلي دي.

د سومالیا د بلد وین په سیمه کې  د پارلمان په وکیلې بمي  برید  ګنشمیر کسان وژلي دي.

د بلد وین د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د الشباب ترهګرې ډلې تیره ورځ د بلد وین په سیمه کې  د پارلمان په یوې وکیلې امنه محمد عبدي‌ بمي‌ برید وکړ چې له امله يي د وکیلې په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې برید کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي دي‌ چې دا برید په سیمه کې د پارلماني‌ ټاکنو نه مخکې رامنځته شوی دی. د پارلمان وکیلې آمنه محمد عبدي‌ د ټاکنیز کمپاین په خاطر سیمې ته راغلې وه او په کار بوخته وه.

د سومالیا ولسمشر محمد عبدالله فرماجو او لومړي‌ وزیر محمد حسین روبلي‌ دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.



اړوند خبرونه