د کانګو په جمهوریت کې یو ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو سره ستره فاجعه رامنځته شوه.
په کانګو جمهوریت کې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
د کانګو په جمهوریت کې یو ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو سره ستره فاجعه رامنځته شوه.
د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د ولسمشر د دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددې هیواد د لوالابا په ایالت کې یو بار وړونکې ریل ګاډی د پټلۍ نه د وتو او چپه کیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په بیان کې راغلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کانګو جمهوریت ولسمشر فیلیکس چیسیکیدي ددې پيښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د تسلیت مراتب يي وړاندې کړي دي.
هغه ویلي دي سره ددې چې په بار وړونکې ریل ګاډو کې د مساپرو انتقال منع دی خو بیا هم په غیرې قانوني توګه پدې ریل ګاډو کې مساپر هم انتقالیږي. هغه ویلي ددې پيښې د قربانیانو د شمیر د لوړیدو په اړه اندیښنه لري.
د ویلو ده دا ریل ګادی چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت لوالابا ایالت اړوند د لوبودي د سیمې نه د لوبومباشي د سیمې پر لورې روان وو په لاره کې د نامعلوم لامل له امله د پټلۍ نه ووت.
په پيښه کې لومړی د ۶۰ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی وو چې دا شمیره ۷۵ تنو ته لوړه شوه.
د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې دوام لري.