په هند کې ۳۸ تنه د مرګ په سزا محکوم شول

په هند کې یوې محکمې ۳۸ تنه په  ۲۰۰۸ کال کې د ګجرات ایالت د احمد آباد په سیمه کې د بمي‌ بریدونو په تړاو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي‌ وو د مرګ په سزا محکوم کړل.

1780990
په هند کې ۳۸ تنه د مرګ په سزا محکوم شول

په هند کې یوې محکمې ۳۸ تنه په  ۲۰۰۸ کال کې د ګجرات ایالت د احمد آباد په سیمه کې د بمي‌ بریدونو په تړاو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰۰ تنو ډیر ټپیان شوي‌ وو د مرګ په سزا محکوم کړل.

دا لومړی ځل دی چې پدې هیواد کې د یوې پيښې په تړاو ټول تورن کسان د مرګ په سزا محکومیږي.

همداشان ددې کسانو د اعدام سزا د عملي‌ کیدو په خاطر د سترې محکمې تاییدي‌ اړتیا لري. همداشان قاضي‌ ددې پیښې د تورنو کسانو نه ۱۱ تنه د ټول عمر لپاره په بند محکوم کړي‌. ددې بمي‌ بریدونو په نتیجه کې په احمد آباد ولسوالۍ کې ګنشمیر بریدونه شو ي‌ وو.

ددې بریدونو مسئولیت د حرکت الجهاد اسلامي‌ په نامه د یوې ډلې په غاړه اخیستی وو.

ددې ترهګري‌ سازمان مرکز په پکستان کې خو ګمان کیږي‌ چې اوس فعاله نوي.

دا بریدونه د چاویدونکو توکو پر مټ شوي‌ وو. لومړۍ چاودنه د یو ګڼې ګوڼې بازار ترڅنګ او بل د یو روغتون ترڅنګ شوې وو.

د ویلو ده جې د ګجرات د احمد آباد په ښار کې وخت نا وخته د مسلمانانو او هندوانو ترمنځه نښتې کیږي. په ۲۰۰۲ کال کې هم پدې ښار کې د هندي‌ زیارت کوونکو په یو ریل ګاډي‌ برید شوی وو چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي‌ وو.

سره ددې چې ددې برید لامل تر اوسه پورې معلوم شوی ندی خو تندلارو هندي ډلو ددې بریدونو مسئولیت پر مسلمانانو اچولی وو.



اړوند خبرونه