د قزاقستان د پارلمان رئیس نورلان نیګماتولین له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د قزاقستان د پارلمان رئیس استعفا وکړه
د قزاقستان د پارلمان رئیس نورلان نیګماتولین له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د قزاقستان د پارلمان عمومي مجلس د پارلمان رئیس د استعفا نه وروسته د هغه د صلاحیتونو د فسخه کولو اړوند مسوده د رایو په اکثریت سره ومنله.
د ویلو ده چې ددې سره د قزاقستان د پارلمان د رئیس نیګماتولین د ریاست د دندې سره سم د پارلمان د وکیلۍ دنده هم ختمه کړې شوه. هغه د تیرو لسو کلونو راهیسې د قزاقستان د پارلمان د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.
نیګماتولین د پارلمان عمومي غونډې ته په وینا کې د بڼسټګر ولسمشر نورسلطان نظربایوف او موجود ولسمشر قاسم جومارت توکایف نه د ملاتړ او پر هغه د کړي اعتماد له امله مننه وکړه.
او پارلمان وکیلانو چې د اوږدو کلونو راهیسې په ګډه کار کولو مننه کوم.
د قزاقستان پارلمان یرلان کوشانوف د رایو په اکثریت سره د پارلمان د نوي رئیس په توګه وټاکه. کوشانوف ددینه مخکې د قزاقستان د ولسمشرۍ د اداري رئیس په توګه دنده ترسره کوله.