پدې وروستیو کلونو کې د امریکا د استخباراتو په لسګونو جاسوسان افشاء شوي دي

د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي‌ استخباراتو د تشکیلاتو اړوند یو زیات شمیر جاسوسان افشا‌‌‌ء شوي‌ دي.

1715573
پدې وروستیو کلونو کې د امریکا د استخباراتو په لسګونو جاسوسان افشاء شوي دي

 

پدې وروستیو کلونو کې  د  روسیې ، چین، ایران او پاکستان په ګډون په یو زیات شمیر هیوادونو کې د امریکا مرکزي‌ استخباراتو تشکیلاتو اړوند په لسګونو تنه جاسوسان  افشا‌‌‌‌ء شوي، نیول شوي، وژل شوي‌ او یا معلومه شوې ده چې د امریکا سربیره نورو استخباراتي‌ شبکو لپاره يي هم کار کولو.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره اونۍ د امریکا د استخباراتو لخوا د هیواد نه بهر خپلو نماینده ګیو ته استولی یو نوټ ترلاسه کړی  دی.

ورځپاڼې په خبر کې ددې خبرې لیکلي‌ دي‌ چې په نوټ کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې پدې وروستیو کلونو کې په یو زیات شمیر هیوادونو کې ددوې په لسګونو تنه جاسوسان  افشاء شوي، وژل شوي، نیول شوي‌‌ او یا تثبیت شوې ده چې په عینې حال کې نورو هیوادونو استخباراتو لپاره هم کار کولو.

پدې یاداشت کې ویل شوي‌ دي‌ چې په ځانګړې توګه  د روسیې، چین، ایران او پاکستان په څیر په هیوادونو کې ددوې جاسوسان ښکار شوي‌ دي. ځکه چې د جاسوسانو د استخدام پر مهال پر هغوې ډیر ژر اعتماد شوی، په ځان د ډیر زیات اعتماد له امله بهرنيو استخباراتي‌ اداراتو ته په کمه سترګه کتل شوي او یا هم د جاسوسانو د استخدام په برخه کې بیړه شوې ده .

دا جاسوسان د بهرنیو استخباراتو لخوا د بایومتریک په ګډون د یو زیات شمیر پرمختللې ټکنالوژۍ د استفادې په نتیجه کې افشاء او نیول شوي‌ دي.



اړوند خبرونه