په امریکا کې وسله وال برید شوی

د امریکا د سن دیګو په ښار کې وسله وال برید شوی

1626984
په امریکا کې وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو د سن دیګو په ښار کې وسله وال برید شوی دی.

د سن دیګو د ښار  پولیسو ویلي‌ دي  چې  د پنجشنبې شپې په ناوخته ساعتونو کې د ډون ټاون په سیمه کې وسله وال برید رامنځته شوی دی چې په نتیجه کې لږ تر لږه یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ددې برید په تړاو یو تن نیول شوی دی . پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د برید لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات دوام لري.

پولیسو پدې پيښه کې د وژل شوي‌ کس هویت ندی اعلان کړی.

همداشان پدې پيښه کې ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي‌ ویل شوي‌ .



اړوند خبرونه