د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ غواړي نوی ګوند جوړ کړي.

ټرمپ نوي سیاسي ګوند جوړولو ته نستوڼي بډ وهلي

1567417
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ غواړي نوی ګوند جوړ کړي.

 

د امریکا متحده ایالتونو د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د نوي ګوند د جوړولو هوډ لري. پدې اړه يي تیره اونۍ د خپلو متحدانو او پلویانو سره لیدنه او خبرې کړي دي.

ژورنال ستریت ویلي دي چې ټرمپ غواړي چې ( لومړی امریکا ) تر شعار لاندې د وطنپال په نامه ګوند جوړ کړي.

د ویلو ده چې ټرمپ پداسې حال کې د نوي ګوند د جوړولو نه یادونه کړې ده چې د جنوري د میاشتې په شپږمه نیټه د ټرمپ د پلویانو په واشنګټن کې د مظاهرې پر مهال د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په نتیجه کې د یو تن پولیس په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

ددې پيښې نه وروسته د ډیموکراټانو سربیره پخپله د جمهوریت پلو د ګوند یو زیات شمیر وکیلانو د ټرمپ پر خلاف غږ اوچت کړ او پر هغه يي ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د امریکا د استازو مجلس ټرمپ خلک عصیان ته د تحریکولو په تور تورن کړ او هغه يي استیضاح کړ.

د ټرمپ د استیضاح دوسیه د سنا مجلس ته استول شوې ده . د بله پلوه ځینو شننوکو ویلي دي چې د ټرمپ لخوا د نوي ګوند د اقدام په اړه د ډیموکراټانو نه لا زیات جمهوري پلوي اندیښمن دي. جمهوري پلوي وايي که چیرې ټرمپ نوی ګوند جوړ کړی ډیری مرستې به هغه جذب کړي او دا خبره به د جمهوري پلوي ګوند د ضعیفیدو لامل وګرځي.

همداشان ځیني نور شننونکي بیا پدې اند دي چې په امریکا کې د دوو زړو او قدرتمندو ګوندونو ترڅنګ دریم سیاسي ګوند چانس ډیر ضعیفه ښکاري. همداشان بیا د یو داسې ولسمشر لخوا چې انزوا شوی وي د داسې یو ګوند چلول اسانه کار ندی.

د ویلو ده چې ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې د جو بایدن پر وړاندې د ماتې خوړولو نه وروسته  د ټاکنو په پایلو اعتراض وکړ او په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو ادعاء وکړه.

ټرمپ په یو زیات شمیر ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړه خو هر ځل يي دعواګانې رد شوې.



اړوند خبرونه