د امریکا د کانګرس ۴۰ تنو وکیلانو د پمپیو نه د اسرائیلو د غندنې غوښتنه کړې ده
د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کې د ډیموکراټ ګوند ۴۰ تنو وکیلانو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نه د اسرائیلو لخوا په لویدیځه تراړه کې د فلسطینیانو اړوند د کورونو د ورانولو د غندولو غوښتنه کړې ده .
د امریکا په کانګرس کې د ویسکونسین ایالت استازي مارک پوکان په مشرۍ په لیکل شوی یو لیک کې چې د ډیموکراټ ګوند د ۴۰ تنو وکیلانو لخوا لاسلیک شوی دی بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته استول شوی دی. پدې لیک کې د پمپیو نه د اسرائیل لخوا په لویدیځه تراړه کې د فلسطینیانو اړوند د کورونو د ورانولو د لړۍ د مخنیوي په خاطر د تشبث کولو غوښتنه شوې ده .
په لیک کې پدې وروستیو کې د اسرائیلو لخوا په لویدیځه تراړه کې د فلسطینیانو اړوند د سیمې د ورانولو او غصبولو نه د ډارونکو الحاق سیاستونو په توګه یادونه کړې ده . همداشان په لیک کې خبرداری ورکړ شوی دی « که چیرې به سیمه کې د سولې غوښتونکې یاست ، امریکا باید د ډارونکو الحاق سیاستونو نه ملاتړ ونکړي. »
نوموړو وکیلانو د اسرائیلو لخوا په غیرې قانوني توګه د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو نه په ښکاره توګه د نړۍوالو حقوقو نه سرغړونې په توګه یادونه کړې ده او د په پمپیو ېې غږ کړی دی
« د نړۍوالو حقوقو او بشري حقونو نه سرغړونې د امریکا لخوا ردیدل او غندل یوه لازمي خبره ده. په سیمه کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځه د نښتو په مخنیوي کې یواځنۍ مسئله چې ډیره مرسته کوي هغه هم د امریکا لخوا د اسرائیلو ددې سیاستونو غندل دي.»
د ویلو ده چې د ډیموکراټ وکیلانو لخوا دا لیک پداسې حال کې خبري رسنیو لاس ته ورغلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سیمې ته د خپل سفر په ترڅ کې اسرائیل ته رسیدلی دی. پمپیو د سفر په اړه ویل شوي وو چې په لوی احتمال د یهودانو د غیرې قانوني ښارګوټو نه لیدنه وکړي.