په امریکا کې د لومړي ځل لپاره یو تور پوستی جنرال د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه وټاکل شو
د امریکا متحده ایالتونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو تور پوستی جنرال د هیواد د هوايي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو.
د امریکا د مشرانو جرګې د هوايي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه د تور پوستي ستر جنرال چارلس برون ژر پیشنهاد د تصویبولو سره نوموړی د هیواد په تاریخ کې لومړنی تورپوستی دی چې د هوايي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه ټاکل کیږي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د هوايي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه پیشنهاد شوي تور پوستي ستر جنرال چارلس برون د سنا د مجلس پوره ملاتړ ترلاسه کړ.
ویل کیږي ۹۸ سناتورانو ټولو د چارلس برون نه ملاتړ وکړ او هیچا مخالفت ونکړ.
نوموړی پداسې حال کې د امریکا په تاریخ کې د لومړني تور پوستي قومندان په توګه ټاکل کیږي چې په هیواد کې د یو تن سپین پوستي پولیس لخوا د تور پوستي جورج فلویډ د وژنې له امله د تیرو دوو اونیو راهیسې ډیرې سترې مظاهرې دوام لري.
د ویلو ده چې ستر جنرال برون ددینه مخکې په هند پاسیفیک کې د امریکا د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " په امریکا کې د لومړي ځل لپاره افرو امریکن ستر جنرال چارلس برون مې د مشرانو جرګې ته د هیواد د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه پیشنهاد کړ چې د سنا مجلس لخوا ومنل شو. دا د امریکا لپاره یوه تاریخي ورځ ده. د ستر وطنپاله او مشر ستر جنرال برون سره په ګډه د کارولو په اړه ډیر لیواله یم او بې صبرانه انتظار باسم.