ونزویلا  د امریکا متحده ایالتونو نه  د جزا نړۍوالې محکمې ته  شکایت وکړ.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا نه د جزا نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړ

1359307
ونزویلا  د امریکا متحده ایالتونو نه  د جزا نړۍوالې محکمې ته  شکایت وکړ.

 

ونزویلا  امریکا  پدې هیواد د اقتصادي تحریمونو  لګولو  او انسانیت پر خلاف د ترسره کړو جرایمو  مسئول بللی  او د امریکايي چارواکیو د محاکمه  کولو په خاطر يي  د جزا نړۍوالې محکمه کې  د امریکا پر خلاف اقامه د دعوا کړې ده .

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر خورخه اریازا د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي  پیغام کې د جزا په نړۍواله محکمه کې د امریکا پر خلاف د شکایت کولو نه  د یوې تاریخي  پیښې په توګه یادونه کړې ده .

هغه لیکلي دي چې  احصایو شمیرې  د امریکا لخوا په ونزویلا لګول شوو شوو تحریمونو  زمونږ  پرخلکو او هیواد په کومه اندازه  بدې اغیزې کړي دي ددې ښکارندويي کوي.

زمونږ  د ملت  او خلکو پر خلاف په ټولیزه او سیستماتیک ډول سره بریدونه دوام لري.

هغه وویل چې د امریکا لخوا پر ونزویلا د لګول شوو  تحریمونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي .



اړوند خبرونه