دوو راهبو د قمار په خاطر د ښوونځي نه ۵۰۰ زره ډالر غلا کړي
د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې د کاتولیک مسیحیانو د یو ښوونځي دوو تنو راهبو د ښوونځي د ۵۰۰ زرو ډالرو د غلا کولو نه وروسته په لاس ویګاس کې په قمار کې بایللې دي.
د ښوونځي دوو تنو راهبو ماري کریپر او لانا چانګ د ښوونځي نه د ۵۰۰ زرو ډالرو په غلا کولو او په لاس ویګاس کې په قمار کې په بایللو اعتراف وکړ.
د لاس انجلس اسقف اعظم دفتر ویلي دي چې د راهبو لخوا د ښوونځي نه د ۵۰۰ زرو ډالرو غلا په تفتیش کې معلومه شوه. .
د اسقف اعظم دفتر ویلي دي چې نوموړې راهبې یوه څه موده مخکې د خپل کار نه تقاعد شوې وې او اوس پخپل کړي دې عمل ډیرې پښیمانه دي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې راهبې ماري کریپر ۲۹ کاله د نوموړي ښوونځي د مدیرې په توګه دنده ترسره کړې ده . همداشان د هغه ملګرې لانا چانګ بیا د شلو کلونو راهیسې په نوموړي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله.
ګمان کیږي چې نوموړو دا پيسې د لسو کلونو په موده کې غلا کړي وي.
نوموړي ښوونځي ادارې ویلي دي دا چې پخوانیو راهبو په خپل ترسره کړي عمل پښیماني ښودلې ده د همدې امله به ترینه عدلي مراجعو ته شکایت ونکړي.