وینزویلا د امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
وینزویلا د امریکا سفیر او د هغه مرستیال وشړل.
وینزویلا د امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا سفیر ټوډ روبینسون ددې د حکومت پر خلاف دسیسې جوړولو په ادعا سره له هیواده د شړولو نه خبر ورکړ.
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په ټولټاکنو کې د بري نه وروسته د لومړنۍ دندې په توګه د امریکا سفیر او د هغه مرستیال د خپل هیواد نه وشړل.
مادورو ویلي دي چې د امریکا سفیر ټوډ روبینسون او د هغه مرستیال براین نارنژو ددې د حکومت پر خلاف دسیسې جوړې کړې وې چې د همدې امله يي وشړل.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ په وینزویلا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې چې په ترڅ کې ولسمشر نیکولاس مادورو د ۶۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د نوموړي هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو نه وروسته امریکا اعلان وکړ چې دا ټاکنې په ډیموکراتیکه او ازاده توګه ندي ترلاسه شوي دي او د همدې امله يي پایلې ددوې لپاره د منلو وړ ندي او رسمیت يي نه پیژني.
د وینزویلا ولسمشر هم یو ځل بیا د ولسمشر په ټوګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړنۍ دندې په توګه امریکا سفیر او مرستیال له خپل هیواده وشړل.