سویلي افریقا د اسراییلو نه د خپل سفیر د ویستو پریکړه وکړه

سویلي افریقا  د اسراییلو لخوا تیره ورځ په غزه کې  د ترسره شوي  قتل عام په غبرګون کې د اسراییلو نه د خپل سفیر  ویستو پریکړه وکړه.

971165
سویلي افریقا د اسراییلو نه د خپل سفیر د ویستو پریکړه وکړه

سویلي افریقا  د اسراییلو لخوا تیره ورځ په غزه کې  د ترسره شوي  قتل عام په غبرګون کې د اسراییلو نه د خپل سفیر  ویستو پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې  تیره  په زرګونو تنو  فلسطینیانو  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال  او د اسراییلو د دولت د رامنځته کیدو د ۷۰ کلیزې  د غندنې په خاطر  سوله ایزه مظاهره وکړه  چې د اسراییلي ځواکونو د سختې مداخلې سره مخامخ شول.

پداسې حال کې چې  د امریکايي او اسراییلي چارواکیو  په بیت المقدس کې  د امریکا د سفارت د پرانیستو په خاطر  جشن او خوښي کوله  د غزې په تراړه کې بیا  اسراییلي سرتیري په قتل عام بوخت ول.

اسراییلي ځواکونو  په مظاهره کوونکو  مخامخ  ډزې کولې  چې په ترڅ کې  ۶۰ تنه شهیدان او نږدې  ۳زره تنه نور ټپیان شوي دي.

د سویلي افریقا د بهرنیو چارو وزارت نن  د بیان په خپرولو سره په غزه کې  د اسراییلو  لخوا ترسره شوی  دا قتل عام  په کلکو ټکو غندلی   او ددې ظلم  او بې رحمۍ  په مقابل کې  د غبرګون په ترڅ کې خپل سفیر د اسراییلو  نه  د ویستو نه خبر ورکړی دی .

په بیان کې راغلي دي چې  سویلي افریقا د غزې د تراړې نه  د ټولو اسراییلي ځواکونو د په شا کیدو غوښتنه کوي. د اسراییلو په غبرګون کې به ددوې سفیر ډیر ژر خپل کورته ستون شي.

 

 



اړوند خبرونه