امریکا متحده ایالتونو په پاکستان د فشار د راوستو په برخه کې یو بل ګام اوچت کړ.
امریکا د ملي مسلم لیګ ګوند د ۷ تنو مشرانو نومونه د ترهګرو په لست کې شامل کړل
امریکا متحده ایالتونو په پاکستان د فشار د راوستو په برخه کې یو بل ګام اوچت کړ.
امریکا د پاکستان د ملي مسلم لیګ ګوند او لشکر طیبه ۷ تنو مشرانو نومونه د ترهګر په لست کې شامل کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې چې د پاکستان ملي مسلم لیګ ګوند او د کشمیر د ازادۍ غورڅنګ د لشکر طیبه متحدین دي چې د همدې امله د ترهګرو په لست کې شامل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي مسلم لیګ ګوند او د کشمیر د ازادۍ غورځنګ د نړۍوالو ترهګر حافظ سعید تر رهبرۍ لاندې د لشکر طیبه سره قوي ارتباط لري.
د یادولو وړ ده چې حافظ سعید د ممبي په خونړي برید چې په ۲۰۰۸ کال کې شوی وو او تر ۱۶۰ تنو ډیرو کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړ مسئول بلل کیږي.
هندوستان ویلي دي چې دا برید د حافظ سعید لخوا طرحه او عملي شوی دی . د ویلو ده چې پدې برید کې ۶ تنو امریکايي وګړو هم ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ویلو ده چې د ممبي د برید نه وروسته په حافظ سعید ځیني بندیزونه ولګیدل چې په ۲۰۱۲ کال کې بیا د ملګروملتونو د امنیت شورا په پریکړه د نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل شو. امنیت شورا د حافظ سعید پر سر لس میلیونه ډالره جایزه هم ایښې وه.
حافظ سعید په ۲۰۱۷ کال کې د کشمیر د ازادۍ د غورځنګ ګوند جوړ کړ چې د همدې کال د اګست په میاشت کې پدې ګوند د ملي مسلم لیګ ګوند نوم کیښود.
امریکا متحده ایالتونو بیا د حافظ سعید سربیره د هغه د ګوند ۷ تنو مشرانو نومونه د ترهګرو په لست کې شامل کړل.