حوثیانو مشر : امریکا او انګلستان په تیرو ۳ میاشتو کې پر یمن ۴۲۴ بریدونه کړي

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو اعلان کړی چې له جنورۍ میاشتې راهیسې پر دغه هیواد د امریکا او بریتانیا په بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

2125111
حوثیانو مشر : امریکا او انګلستان په تیرو ۳ میاشتو کې پر یمن ۴۲۴ بریدونه کړي

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو اعلان کړی چې له جنورۍ میاشتې راهیسې پر دغه هیواد د امریکا او بریتانیا په بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د حوثیانو اړوند د المسیره ټلویزیون ، د حوثیانو د مشر عبدالمالک الحوثي وینا خپره کړه.

د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي په دې خبرې سره چې امریکا او انګلستان په تیرو دریو میاشتو کې په یمن باندې د سمندر او هوا له لارې ۴۲۴ حملې کړي دي، چې په دغه بریدونو  کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.

حوثي یادونه کړې چې د ۲۰۲۳ کال له نوامبر راهیسې د اسرائیلو، امریکا او انګلستان ۹۰ بیړۍ په سور سمندرګي، عمان سمندرګي او د هند په بحر کې په نښه کړي دي.

حوثيان چې په یمن کې د ایران له خوا ملاتړ برښمند دي، د اکتوبر له ۳۱ راهیسې د یمن په سواحلو کې سوداګریزې کښتۍ چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري، په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې نیولي او پر ځینو یې د بې پيلوټه الوتکو او وغندیو بریدونه کړي دي.

د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

ددې پرمختګونو نه وروسته امریکا د نړۍوال سمندري تجارت د امنیت په خاطر د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۱۸ مه نيټه د یوې ډلې هیوادونو په ملګرتیا د حوثیانو پر خلاف یو ائتلاف جوړ کړ. امریکا او انګلستان په مشرۍ ځواکونو ددې نیټې نه وروسته په یمن او سور سمندر کې د حوثیانو پر هدفونو بریدونه پيل کړل.

امریکا ویلي دي چې ددې بریدونو او عملیاتو نه موخه د نړۍوال سمندري تجارت خوندي کول دي.



اړوند خبرونه