امریکا او انګلستان په یمن کې پر حوثیانو ۱۱ جلا جلا بریدونه کړي

په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې امریکا او انګلستان د سهار له ساعتونو راهیسې د هیواد په لویدیځ کې  د الحدیده په ښار ۱۱ بریدونه کړي دي.

2105834
امریکا او انګلستان په یمن کې پر حوثیانو ۱۱ جلا جلا بریدونه کړي

په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې امریکا او انګلستان د سهار له ساعتونو راهیسې د هیواد په لویدیځ کې  د الحدیده په ښار ۱۱ بریدونه کړي دي.

د حوثیانو د المسیره ټلویزیون د خبر له مخې، امریکا او انګلستان د الحدیده ښار په السلف ولسوالۍ کې د راس عیسی په سیمه کې د پنځم ځل لپاره هوایی برید ترسره کړ.

حوثیانو ویلي دي، چې د امریکا او انګلستان هوایی ځواکونو نن سهار د الحدیده په ساحلی ښار ۶ بریدونه ترسره کړی دی.

حدیده د یمن یو له مهمو ښارونو څخه ګڼل کیږي. دا ښار اوږد ساحل لري او درې مهم بندرونه لري.

دامریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا د سهار په ساعتونو کې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې حوثي یاغیانو د فبرورۍ په ۱۹ نیټه د یمن د عدن بندر پر لورې په روانې  د یونان بیرغ لرونکي د امریکا "M/V Sea Champion" په نوم په کښتۍ باندې د کښتۍ ضد دوو توغندیو سره برید کړی دی.

حوثیانو چې د ایران قوي ملاتړ تر شا لري د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د هغو سوداګریزو کښتیو په نیولو پیل وکړ چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او کښتۍ ضد توغندیو په وسیله بریدونه پیل کړل.

د حوثیانو لخوا په سور سمندرګي کې د اسرائیلو او د هغوې د متحدینو پر کښتیو د بریدونو نه وروسته امریکا او انګلستان په یمن کې د حوثیانو پر هدفونو بریدونه پيل کړي دي.

حوثیان وايي تر کومه چې اسرائیل په غزې روان بریدونه ونه دروي او په غزې لګیدلې محاصره لرې نکړي دوې به په سور سمندر کې د اسرائیلو او د هغوې د متحدینو پر کښتیو بریدونو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه