سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د ښځو د ښکلا په سیالۍ کې ګډون وکړ.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې په هیواد کې ښځو ته د تجارت، د موټر چلولو او په فلمونو او کنسرتونو په څیر په فعالیتونو کې د ګډون په څیر اصلاحات رامنځته کړي ، دا ځل يي یو بل ګام هم اوچت کړ.

په سعودي کې چې د شرعي قوانینو سره اداره کیږي د لومړي ځل لپاره یوې میرمنې د ښځو د ښکیلا په سیالۍ کې ګډون وکړ.
د رومي القحطاني په نوم یوې ځوانې نجلۍ په مالیزیا کې د "مس مسز ګلوبل اسیا ۲۰۲۴ " د ښکلا په سیالۍ کې د سعودي عربستان په استازیتوب سیالي وکړه.
د اسټرالیا، بورنیو، هند، اندونیزیا، جاپان، تایلنډ، فیلیپین، سنګاپور، سعودي عربستان، ویتنام، بنګله دیش، میانمار او مالیزیا په ګډون د نړۍ له ۱۲ هېوادونو او سیمو څخه ۲۵ تنو پدې سیالۍ کې ګډون کړی وو.
دا سیالي د ډیان شین میګ-ابو په نامه د فیلیپین استازې وګټله.