د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یمن کې پر حوثیانو د پنځو بریدونو نه خبر ورکړی دی.
امریکا او انګلستان یو ځل بیا په یمن کې پر حوثیانو هوايي بریدونه کړي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یمن کې پر حوثیانو د پنځو بریدونو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې پرون په په سیمه ایز وخت د ماسپخین نه وروسته د ۳ او ماسخوتن د ۸ بجو ترمنځ په یمن په پالزمینه صنعا کې د حوثیانو په هدفونو ۵ دفاعي بریدونه کړي دي.
په بیان کې ویل شوي، چې په دغو بریدونو کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې درې د بېړۍ ضد توغندیو سیار سیستمونه، یوه پرته د چلوونکي تحت البحري کښتۍ او یوه هم پرته د چلوونکي کښتۍ په نښه شوي. په بیان کې راغلي دي چې لیدل شوي چې حوثي یاغیانو د اکتوبر د ۲۳ راهیسې د لومړي ځل لپاره پرته د چلوونکي تحت البحري کښتۍ نه کار اخیستی دی.
د حوثیانو پورې اړوند د المسیره تلویزیون، خبر ورکړی چې د امریکا او انګلستان هوايي ځواکونو پرون د حدیده ولایت د السلف ولسوالۍ پنځه هوایي بریدونه ترسره کړل.
په یمن کې حوثي یاغیانو د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن په سواحلو کې د هغو سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړل چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل. هوايي وسایط او توغندي.