امریکا په یمن کې پر حوثیانو دوه جلا جلا بریدونه کړي .
د امریکا مرکزي قوماندانې اعلان کړی چې دوی په یمن کې د ایران په ملاتړو حوثیانو پورې اړوند د چاودیدونکو توکو څخه ډک پرته د چلوونکي په کښتۍ او د کښتۍ ضد کروز توغندیو باندې دوه بریدونه ترسره کړي.
امریکا په یمن کې پر حوثیانو دوه جلا جلا بریدونه کړي .
د امریکا مرکزي قوماندانې اعلان کړی چې دوی په یمن کې د ایران په ملاتړو حوثیانو پورې اړوند د چاودیدونکو توکو څخه ډک پرته د چلوونکي په کښتۍ او د کښتۍ ضد کروز توغندیو باندې دوه بریدونه ترسره کړي.
په بیان کې ویل شوي دي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ اړوند عناصرو د فبروري په لسمه نیټه په ځايي وخت د مازیګر په ۴ او پنځو بجو د حوثیانو پورې اړوند ۲ پرته د چلوونکي کښتۍ او درې ګرځنده د کښتۍ ضد کروز توغندیو په ډیر بریالیتوب سره له منځه یوړل. په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات د ځان نه د دفاع په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
په بیان کې ویل شوي چې حوثي یاغیان د یمن له شمالي سیمې څخه پرته د چلوونکي کښتیو او توغندیو په سره په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د برید لپاره چمتووالی نیولی وو او دا چې په سیمه کې د امریکا سمندري کښتیو ته «یوه خطر» مخامخ کړی وو.
"دا عملیات د سمندري ټرانسپورت د خوندیتوب او نړۍوالو اوبه د امریکا د سمندري کښتیو او نړۍوالو تجاري کښتیو لپاره د ثبات او امن فضا د رامنځته کولو په موخه ترسره کیږي ."
حوثيانو د اکټوبر په ۳۱ مه ، د یمن په سواحلو کې د هغو سوداګریزو کښتیو په نیولو پیل وکړ چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې یې پر ځینو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. .
امريکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په دې موده کې يې څو ځلې له يمن څخه توغول شوي توغندي او کاميکازي بې پيلوټه الوتکې ويشتلي دي.
د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.