امریکا او انګلستان یو ځل بیا په یمن کې پر حوثیانو هوايي بریدونه کړي
په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې د امریکا او انګلستان ځواکونو د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سره سمندرګي په سواحلو کې پر الحدیده ښار برید کړی دی.
په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې د امریکا او انګلستان ځواکونو د دغه هېواد په لوېدیځ کې د سره سمندرګي په سواحلو کې پر الحدیده ښار برید کړی دی.
د حوثيانو اړوند د المسیره ټلویزیون د خبر له مخې، امریکا او انګلستان پرون د الحدیده ښار په القصیب سیمه حمله وکړه.
همداشان د حوثیانو اړوند یوې بلې سرچینې بیا ویلي دي چې هوایي بریدونه څو ځله تکرار شوي.
المسيره ټلويزيوني چينل ويلي، چې امريکايي او انګلیس ځواکونو پرون سهار د الحديده او صدا په ښارونو ۱۵ بريدونه کړي دي.
د بله پلوه امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې په یمن کې یې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له چاودېدونکو توکو ډکو پرته د چلوونکو په کښتیو هوايي برید کړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
" په یمن کې د حوثیانو اړوند په دوه پرته د چلوونکي کښتیو باندې چې د چاودیدونکو توکو نه بار وې د ځان نه د مشروع دفاع په چوکاټ کې برید شوی دی."
په بیان کې ویل شوي چې نوموړو کښتیو په سور سمندرګي کې د امریکا سمندري ځواکونو کښتیو او تجاري کښتیو ته ستر ګواښ مخامخ کړی وو.
بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې دا بریدونه د ازاده سمندري تګ راتګ د خوندي کولو په موخه ترسره شوي دي.