حوثیان : په سور سمندرګي کې مو د امریکا جنګي کښتۍ په نښه کړه
په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې په سور سمندرګي کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ په توغندیو په نښه کړې ده .
په یمن کې حوثيانو اعلان کړی چې په سور سمندرګي کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ په توغندیو په نښه کړې ده .
د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سری په خپور کړي بیان کې د حوثي ځواکونو لخوا په سور سمندرګي کې د امریکا د سمندري ځواکونو په وړاندې د ترسره شوي برید په اړه معلومات ورکړي دي.
سیري ویلي دي چې دوی د امریکا سمندري ځواکونو اړوند یوه جنګي بېړۍ "USS Gravely" په مناسبو سمندري توغندیو سره په نښه کړې ده.
هغه زیاته کړې ده چې دا برید د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ او په یمن باندې د امریکا او انګلستان د بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی. هغه زیاته کړې ده چې
"د یمن وسله وال ځواکونه تاییدوي چې ټولې امریکایي او برتانوي جنګي کښتۍ چې په سور سمندرګي او د عمان په بحر کې زموږ د هیواد په وړاندې په برید کې برخه اخلي زموږ د ځواکونو په هدف کې دي او د قانوني حق په چوکاټ کې به په نښه شي. له خپل هېواد، خپلو خلکو او ملت څخه به دفاع ته دوام ورکړو."
سیری د فلسطین د مسئلې په وړاندې د یمن د خلکو چلند ته په اشارې سره وویل:
"د یمن وسله وال ځواکونه به تر هغه وخته پورې چې پر غزې باندې روان بریدونه په بشپړه توګه دریدلي نوي او لګیدلې محاصره ختمه شوي نوي، د اسرائیلو د ملکیت یا اړوندو کښتیو د اشغال شوي فلسطیني بندرونو ته د ننوتلو یا تګ راتګ مخنیوي ته دوام ورکړي."